د كشمير مسئله بايد په سياسي توګه هواره كړې شي۔ هندي سپريم كورټ

د كشمير مسئله بايد په سياسي توګه هواره كړې شي۔ هندي سپريم كورټ

سرینګر (پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) د هند سپريم كورټ د يو كېس اورېدنې په مهال وئيلي د كشمير مسئله بايد په سياسي توګه هواره كړې شي او هره مسئله د عدالت د حد دننه حل كېدې نه شي۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه د هند سترې محكمې د دې خيالاتو څرګندونه د مقبوضه كشمير روانې وضعې په اړه د يو كېس اورېدنې په مهال وكړه۔ عدالت سالیسټرجنرل ته ووئيل د خواست كوؤنكي بھیم سنګ ملاقات بايد وزيراعظم نرېندر مودي سره وكړې شي دغسې چې هغه خپل وړاندېزونه او شكايتونه هغه ته وړاندې كړې شي۔ عدالت ووئيل مسئلې بېل اړخونه لري ځكه دا دې په سياسي توګه حل كړې شي۔