هلمند كښې ځانمرګې بريد۔ 7 كسان مړه شوي

هلمند كښې ځانمرګې بريد۔ 7 كسان مړه شوي

كابل (پاکستان نیوزپوائنٹ23اگست2017ء) د افغانستان په هلمند ولايت كښې يو موټري بمي چاؤدنه كښې 7 كسان مړه او 38 ژوبل شوي۔ ولايتي وياند عمر زواك ووئيل په دې بريد كښې پوځي ډله په نښه كول ؤ ٬ ده ووئيل د بريد په نتيجه كښې 7 كسان مړه شوي چې پكښې درې ميرمنې او 2 افغان عسكر شامل دي دغسې په ژوبل شويو كښې زياتره عام وګړي شامل دي چې پكښې د ځينو حالت اندېښمن دې۔ د افغانستان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد ذمه واري قبوله كړې۔