د مصر پوځي عدالت د اخوان المسلمون 350 كارمندانو ته د ټول عمري زندان سزا واوروله

د مصر پوځي عدالت د اخوان المسلمون 350 كارمندانو ته د ټول عمري زندان سزا واوروله

قاهره(پاکستان نیوز پوائنٹ 19اگست 2016ء) د مصر پوځي عدالت د اخوان المسلومون 350 كارمندانو ته د ټول عمري زندان سزا واورولې ده ۔د مصر پوځي عدالت د اخوان المسلمون 350 غړيو ته"ديرماوس"كښې په دهرنې وركونكو وګړيو د بريد په تور د زندان سزا اورولې۔اسيوط ولايت كښې پوځي عدالت 67 نورو كسانو ته د دوو نه تر لسو كلونو د زندان سزا هم اورولې۔پوځي عدالت په دغه كسانو المينيا ولايت كښې د تشدد په پیښو كښې د ككېدو تور لګولې۔په 350 كښې 249 كسانو ته د هغوي پھ غېر موجودګۍ كښې د ټول عمري زندان سزا اورولې شوې او د مصر اټارني جنرل تېره مياشت مئي كښې دا كيس پوځي عدالت ته سپارلې وو.