پاكستان د تركيه په بېلو برخو كښې د ترهه ګرو بريدونو غندنه كړې۔

د خارجه دفتر وياند په بيان كښې د تركيه حكومت٬اولس او غم جنو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه او د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا

پاكستان د تركيه په بېلو برخو كښې د ترهه ګرو بريدونو غندنه كړې۔
د خارجه دفتر وياند په بيان كښې د تركيه حكومت٬اولس او غم جنو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه او د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا

انقره (پاکستان نیوز پوائنٹ 19اگست 2016ء) پاكستان د تركيه په بېلو برخو كښې د ترهه ګرو بريدونو غندنه كړې چې پكښې د امنيتي اهلكارو پشمول ګڼ كسان مړه او ژوبل شوي۔د جمعې پھ ورځ د خارجه دفتر وياند په بيان كښې د تركيه حكومت٬اولس او غم جنو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا له ئې دعا كړې۔ ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو كښې د تركيه سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي۔ده ووئيل مونږ باور لرو چې دتركيه اولس به د كلك عزم او حوصلې سره د ترهه ګرۍ لعنت ته ماتې وركړي۔ ده د پاكستان حكومت د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي.