د هسپانيه ساحلي محافظينو 600 كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړي دي

د هسپانيه ساحلي محافظينو 600 كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړي دي

مېډرډ (پاکستان نیوزپوائنٹ17اگست2017ء) د هسپانيه ساحلي محافظينو د روم په سمندر كښې 600 كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړي دي۔ د المانې مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې تېره ورځ د 15 كشتو او د يو جېټ سكائي د عملياتو له مخې دا كسان د سمندر غاړې ته رارسول شوي دي۔ په دې كسانو كښې 35 ماشومان هم شامل دي۔ دې كسانو د جبرالټر اوبو د لارې هسپانيه ته د تللو هڅه كوله۔ د كډوالو د نړيوالې ادارې له مخې سږ كال سپېن ته د رسېدونكو كډوالو شمېره 83 زرو ته رسېدلې ده۔