سعودي عرب او عراق 27 كاله وروستو پوله پرانستلو ته سلا شوي

سعودي عرب او عراق 27 كاله وروستو پوله پرانستلو ته سلا شوي

رياض (پاکستان نیوزپوائنٹ16اگست2017ء) سعودي عرب او عراق 27 كاله وروستو پوله پرانستلو ته سلا شوي۔ دا پوله په كال 1990 كښې د عراق لخوا په كويت د بريد نه وروستو بند كړې شوې وه۔ د غېر ملكي خبري اژانس له مخې سعودي كابينې تېره ورځ عراق سره د شريك ټرېډ كمېشن جوړولو پرېكړه كړې وه چې د دې څخه وروستو سعودي عرب او عراق د شريكې پولې پرانستلو تجويز وړاندې كړو۔

د سعودي او عراق چارواكو د دې پولې دوره وكړه او حج لپاره تلونكو عراقي حاجيانو سره ئې ملاقات وكړو۔ د دواړو هېوادونو چارواكي دې ته سلا شوي چې پوله به د تجارت پشمول هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستلې شي۔د يادونې وړ ده چې په كال 1990 كښې د عراق ډكټېټر صدام په كويت بريد وكړو چې د دې څخه وروستو سعودي عرب عراق سره اړيكې ختمې كړې او د دواړو هېوادونو ترمينځه پوله بند كړې شوه۔د 27 كلونو راهيسې دا پوله يوازې د حاجيانو حج لپاره كارولې شوه او دا به يوازې حج سيزن كښې پرانستلې كېدله۔