تركيه كښې په دوه پوليس سټېشنو ترسره شوې بريدونو كښې 6 كسه مړه٬ 219 ژوبل

تركيه كښې په دوه پوليس سټېشنو ترسره شوې بريدونو كښې 6 كسه مړه٬ 219 ژوبل

انقره(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د تركيې په دوه ختيزو وان او الازيغ ښارونو كښې د څو ساعتو په مهال په پوليس سټېشنو ترسره شويو دوه بمي بريدونو كښې لږ تر لږه 6 كسه مړه او 219 ژوبل شوي دي ۔وړومبي بريد كښې ختيز الازيغ ښار كښې يو پوليس سټېشن په نښه كړے شوے چې پكښې 3 كسه مړه او 140 څخه زيات ژوبل شوي۔ دچارواكو وېنا ده موټري بمي چاودنه وه۔چاودنه كښې ژوبل شوي كسان د ايمبولينس د لارې روغتون ته منتقل كړې شوي۔ دغسې د ايران پولې سره نزدې ښه وان ښار كښې هم د پوليس چوكۍ سره نزدې بمي بريد شوے۔په دې بريد كښې 3 كسه مړه او 70 ژوبل شوي۔چارواكو د دواړو بريدونو تور په عسكريت خوښي ډلې پي كے كے لګولې دې ۔(ص ف/ض ض/وس/2032)