ارجنټائن كښې د ډينګي له امله د مړو شمېره 11 ته ورسېده

ارجنټائن كښې د ډينګي له امله د مړو شمېره 11 ته ورسېده

بيونس آئرس(پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) د جنوبي امريكې ارجنټائن هېواد د ډينګي وبا سره مخ دے ۔سږ كال د ډينګي په رنځ د اخته كسانو شمېره 53 فيصده زياته شوې۔مېډيا د روغتيا وزارت چارواكو په اړه ووئيل تراوسه د ډينګي 76 زره 803 كيسونه رامخې ته شوي چې د تېر كال پھ مقابل كښې 53 فيصده زيات دي۔دغسې د ډينګي له امله د مړو شمېره 11 ته رسېدلې۔تېر كال د ډينګي له امله 5 كسان مړه شوي وو.