موصل كښې د فتح باوجود د داعش په ضد جنګ تر اوسه ختم نه دې٬ كه عراقي حكومت مخالفينو سره خپله رويه بدله نه كړه نو نوې داعش رامخې ته كېدې شي۔ نړيوال اتحاد

موصل كښې د فتح باوجود د داعش په ضد جنګ تر اوسه ختم نه دې٬ كه عراقي حكومت مخالفينو سره خپله رويه بدله نه كړه نو نوې داعش رامخې ته كېدې شي۔ نړيوال اتحاد

بغداد (پاکستان نیوزپوائنٹ 12جولائی2017ء) د امريكې پھ مشرۍ كښې نړيوال اتحاد خبردارې وركړې چې موصل كښې د فتح اعلان باوجود د داعش پھ ضد جنګ تراوسه ختم شوې نه دې٬ كه عراقي حكومت مخالفينو سره خپله رويه بدله نه كړه نو يو نوې داعش پیدا كېدې شي۔ د العربيه ټي وي راپور له مخې د نړيوال اتحاد ځواكونو كمانډر جنرل سټيوټ تاوسنډ د عراق حكومت څخه غوښتنه كړې كه چرې هغوي د بل داعش جوړېدو مخ نيوې كول غواړي نو هعوي له به نوې ګامونه پورته كول وي۔دوي په دې امر زور راوړو چې عراقي حكومت دې هېواد كښې د مخالف حلقو سره په رابطه كښې وي او دوي سره دې مصالحت باوري كړی۔