د سپينې ماڼۍ بيان كښې د چين نامه په ناسمه ليكلو امريكې معذرت وكړو

د سپينې ماڼۍ بيان كښې د چين نامه په ناسمه ليكلو امريكې معذرت وكړو

بیجنګ (پاکستان نیوزپوائنٹ 12جولائی2017ء) چین وئيلي دي امريكائي چارواكو د سپينې ماڼۍ بيان كښې د چين نامه په ناسمه ليكلو معذرت كړې دې ۔ د امريكې د خپرونو ادارې په تېره اوونۍ كښې د المان په هېمبرګ ښار كښې د جي 20 مشرانو غونډې په موقع د ډونلډ ټرمپ او چين اولس مشر ژي جنګ پنګ ترمېنځه د ملاقات نه پس چې سپينې ماڼۍ كومه اعلاميه جاري كړې وه په ھغې د اولس مشر شي جن پنګ د "پیپلز ري پبلك آف چائنا" په ځائ د " ري پبلك آف چائنا" اولس مشر ليكلې ٶ په كوم چې چين سخت احتجاج كړے ٶ۔

د چين سركاري نامه "پيپلز ري پبلك آف چائنا" ده "ري پبلك آف چائنا"د تائيوان سركاري نامه ده كوم چې چين خپله يوه صوبه ګرځوي۔ د معمول د بريفنګ په مهال د چين د خارجه وزارت وياند ګېنګ شوانګ خبريالانو ته ووئيل امريكائي چارواكو په دې تكنيكي غلطۍ معذرت كړې او وئيلي ئې دې مونږ دا بيان سم كړے دے۔ وائس آف امریکا د چين وياند د بيان تصديق كولو سره د سپينې ماڼۍ چارواكو سره رابطه كړې خو ھغه په معامله د غبرګون څرګندونې نه معذرت كړې دې۔