افغان دولت دې د عبدالرشید دوستم په ضد د جنسي تېرو په مقدمه كښې د انصاف او قانون سر لوړي په ځائ وساتي۔ د امريكې غوښتنه

افغان دولت دې د عبدالرشید دوستم په ضد د جنسي تېرو په مقدمه كښې د انصاف او قانون سر لوړي په ځائ وساتي۔ د امريكې غوښتنه

کابل (پاکستان نیوزپوائنٹ 12جولائی2017ء) امریکې په افغان دولت زور رواړې چې ھغوې هېواد كښې د وړومبني متنازعه نائب اولس مشر عبدالرشید دوستم په ضد د جنسي تېرو په مقدمه كښې د قانون او انصاف سر لوړي په ځائ وساتي۔ د امریکې د خپرونو ادارې له مخې افغانستان لپاره د امريكې لنډ مهاله سفير هوګو لورنس تېره ورځ كابل كښې وئيلي ٶ د دوستم په ضد تورونه ډېر سنګين دي او د افغانستان د انصاف نظام د دې بايد ژور جاج واخلي۔ ده ووئيل دې معاملې ته سياسي رنګ وركول به نسلي اړي ګړي او د قانون سرلوړۍ لپاره زيانمند وي۔ د يادونې وړ ده تېر كال پخواني والي احمد اېشچي په دوستم د جنسي تېرو تور لګولے ؤ۔