د افغانستان سږ كال يو نيم لك وګړي بې كوره شوې دي۔ ملګري ملتونه

د افغانستان سږ كال يو نيم لك وګړي بې كوره شوې دي۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه (پاکستان نیوزپوائنٹ 12جولائی2017ء) افغانستان كښې د روانې شخړې په سبب سږ كال تر اوسه يو نيم لك ته نزدې افغانان په كورونو پرېښودو مجبوره شوې دي ۔ د غېر ملكي خبري اژانس له مخې د ملګرو ملتونو لخوا د نهې په ورځ په جاري شوي راپور كښې دا خبره شوې۔د ملګرو ملتونو د بشري معاملو د رابطه كارۍ دفتر او د سي اېچ اے له مخې سږ كال تر اوسه يو لك 46 زره 400 افغانان بې كوره شوې خو دا شمېره د تېر كال په دومره موده كښې 25 فيصده كمه ده۔