امريكائې جمهور رئيس به په كال 2018 كښې برتانيې ته ځي

امريكائې جمهور رئيس  به په كال 2018 كښې برتانيې ته ځي

لندن (پاکستان نیوزپوائنٹ 12جولائی2017ء) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ به په كال 2018 كښې برتانيې ته ځي۔ د برتانيې د خپرونو ادارې راپور له مخې هغه ته د دې دورې بلنه د برطانيې ملكه ايلزبت وركړې وه كومه چې هغه قبوله كړې خو د دې نه پس د اولس مشر دا اندېښنه څرګنده كړې چې د دورې پھ موقع به پھ برتانيه كښې په لويه پیمانه احتجاجي مظاهرې كېږي۔ د دې اندېښنې سوب هغه پټېشن دے چې د امريكې اولس مشر ته د برتانيې راتږ بلنه نه وركول وو او په دې 20 لكه كسانو لاس ليك كړې۔ د دې پټېشن نه پس د برتانيې سياسي مشرانو هم د امريكې اولس مشر د برتانيې دورې بلنې مخالفت كړی۔ د راپور له مخې اوس پھ دې معامله پېشرفت شوې او د دواړو هېوادونو چارواكو د دورې تفصيلات پرې كوي.