د فرقه وارانه تشدد په پېښو كښې بي جے پي لاس لري ٬رياست كښې فرقه وارانه همغږۍ ته زيان رسولو لپاره مركز د پولو څخه د غېر ملكيانو قاچاق پېل كړے۔ د لويديز بنګال اعلٰې وزير ممتا بنرجي

د فرقه وارانه تشدد په پېښو كښې بي جے پي لاس لري ٬رياست كښې فرقه وارانه همغږۍ ته زيان رسولو لپاره مركز د پولو څخه د غېر ملكيانو قاچاق پېل كړے۔ د لويديز بنګال اعلٰې وزير ممتا بنرجي

کلکته (پاکستان نیوزپوائنٹ 11جولائی2017ء) د هند د لويديز بنګال اعلٰې وزير ممتا بنرجي وئيلي دې د فرقه وارانه تشدد په پېښو كښې بي جے پي لاس لري ۔ د ارنا نيوز له مخې ممتا بنرجي په مركزي حكومت تور لګولے چې رياست كښې فرقه وارانه همغږۍ ته زيان رسولو لپاره مركز د پولو څخه د غېر ملكيانو قاچاق پېل كړے۔ ممتا بنرجي وئيلي دي د پولو ساتنه د مركزي حكومت ذمه واري ده خو حكومت دا پرانستې دي دغسې چې د بهر نه خلق راشي او دلته د فرقه وارانه همغږۍ ماحول ته زيان ورسوي۔

په يو پروګرام كښې ممتا بنرجي وئيلي دي د عدالت د احكاماتو باوجود مركزي حكومت په دارجلنګ كښې د فورسز په ځائ كولو له هېڅ مرسته نه ده كړې۔ ده ووئيل مونږ كله د وېش سياست نه دې منلې خو مركزي حكومت د وېش سياست كوي۔ ده ووئيل په دې كښې د بي جے پي لاس دے خو ولې ھغوي ته معلومېدل پكار دي چې د بنګال تقسيم څه آسان نه دے ۔ ممتا بنرجي ووئيل پي جے پي په سوشل ميډيا جعلي عكسونه پوسټ كولو سره په بنګال كښې د فرقه وارانه فساداتو هڅه كړې ده ۔ بلخوا نوبل انعام يافته امرتيه سين په لويديز بنګال كښې په فرقه وارانه فسادونو د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دې بنګال كښې چې كومه وضعه رامخې ته شوې ھغه ډېره بهيانك ده۔