مالي كښې د عسكريت خوښو بريد٬ لس عسكر بې دركه

مالي كښې د عسكريت خوښو بريد٬ لس عسكر بې دركه

بماکو (پاکستان نیوزپوائنٹ 11جولائی2017ء) د مالي په قطبي صحرائي سيمه كښې د عسكريت خوښو د بريد نه پس لس عسكره بې دركه شوې دي۔ د امريكې د خپرونو ادارې له مخې پوځ خپل بيان كښې وئيلي دې دا بريد د ګاٶ او مناكو ښارونو ترمېنځه ھغه وخت رامېنځ ته شوې كله چې د پوځيانو قافله دغې سيمې څخه تېرېدله۔ بيان كښې وئيلي شوې سيمه كښې د عسكريت خوښو خطر زياتېږي۔ بيان كښې د لسو عسكرو بې دركه كېدو او د څلور ګاډو تباه كېدو تصديق شوے دے۔