وزیراعظم محمد نواز شریف او د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمانوف ملاقات

د تجارت، انرژۍ او دفاع په اړه د نزدې همكارۍ په ضرورت ټينګارد دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې ډېرې موقعې شته ٬ د پاك چين اقتصادي مرستې سره به سيمه ايز روابط لا قوي شي٬ پاكستان د كاسا 1000 برېښنا منصوبو ته ډېر اهميت وركوي چې ورسره به سيمه ايزه مرسته زياته شي٬ پاکستان د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې د هند سره د كشمير كشاله په سوله ايز ډول هوارولو له خوښي لرو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف

دوشنبے (پاکستان نیوزپوائنٹ 5جولائی2017ء) وزیراعظم محمد نواز شریف او د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمانوف د شورو په ورځ يو په يو ملاقات كړے دے ۔ د ملاقات په مهال د تجارت، انرژۍ او دفاع په اړه د نزدې همكارۍ په ضرورت ټينګار وكړې شو ۔ پیلس آف دي نېشن كښې په ترسره شوي ملاقات كښې دواړو مشرانو نزدې دوه اړخيزه سياسي روابط په ستراتېژكي مرسته بدلولو په حاجت زور رواړو۔

اولس مشر او وزیراعظم په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې پاکستان او تاجکستان د خپلې دوستۍ 25 كاله لمانځي۔ وزیراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم غړيتوب په ترلاسه كولو كښې د پاكستان په مرسته كولو د تاجك اولس مشر مننه كولو سره ووئيل پاكستان د اولسمشر امام علي رحمانوف په مشرۍ كښې د شوي سماجي او اقتصادي پرمختګ ستائنه كوي۔ ده ووئيل په بېلا بېلو څانګو كښې د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه د مرستې ډېر موقعې شته او دوه اړخيزه تجارتي حجم 500 مېليونه ډالره ته د رسولو په حاجت ئې ټينګار وكړو۔

ده ووئيل پاكستان د كال 2017 كښې د بزنس فورم سره په كال 2015 دوشنبے كښې درې تجارتي نندارتونونه كړې دي۔ نواز شریف ووئيل د پاك چين اقتصادي مرستې سره به سيمه ايز روابط لا قوي شي٬ پاكستان د كاسا 1000 برېښنا منصوبو ته ډېر اهميت وركوي چې ورسره به سيمه ايزه مرسته زياته شي۔ ده ووئيل پاکستان، کرغزستان او قزاخستان سره د تاجکستان ټرافيكي ټرانزټ لوظنامه به په دې لړ كښې ډېره ګټوره ثابته شي۔

وزیراعظم د دې خبرې ذكر وكړود ګوادر سمندر غاړې ښار تاجكستان لپاره ښه تجارتي روټ وركولې شي۔ ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې۔ده ووئېل د ترهه ګرۍ مخنيوي كاروائيو په لړ كښې ردالفساد او ضرب عضب عمليات پېل كړې شوې ۔ وزیراعظم نواز شريف ووئيل هند سره د كشمير كشاله په سوله ايز ډول هوارولو له خوښي لرو ۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي د كشمير په اړه هندۍ پاليسۍ رد كړي۔ نواز شریف ووئيل افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان په ګټه دے۔ دواړو مشرانو د كركيلې٬ صنعت ٬ تعليم او كلتور په اړه په مرسته زياتولو هم زور رواړو۔ د دې نه پس دواړه مشران په صدارتي محل كښې د پلاويو په كچه په كېدونكو غونډو كښې شامل شول۔