وزيراعظم محمد نواز شريف د اولس مشر امام علي رحمانوف په بلنه د تاجكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره دوشنبې ته ورسېد د تاجكستان وزيراعظم قاهر رسول زاده د كابينې غړو سره د دوشنبې په نړيواله هوائي اډه د وزيراعظم تود هركلے وكړووزيراعظم به د كاسا 1000 د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه كښې ګډون كوي

وزيراعظم محمد نواز شريف د اولس مشر امام علي رحمانوف په بلنه د تاجكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره دوشنبې ته ورسېد د تاجكستان وزيراعظم قاهر رسول زاده د كابينې غړو سره د دوشنبې په نړيواله هوائي اډه د وزيراعظم تود هركلے وكړووزيراعظم به د كاسا 1000 د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه كښې ګډون كوي

دوشنبے (پاکستان نیوزپوائنٹ 5جولائی2017ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د اولس مشر امام علي رحمانوف په بلنه د تاجكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره د شورو په ورځ دوشنبې ته رسېدلے دے۔ د تاجكستان وزيراعظم قاهر رسول زاده د كابينې غړو سره د دوشنبې په نړيواله هوائي اډه د وزيراعظم تود هركلے وكړو۔وزيراعظم سره د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز٬وفاقي وزيران خواجه محمد آصف او خرم دستګير هم په دوره تللې دي۔

وزيراعظم به د كاسا 1000 د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔ تاجكستان د كاسا 1000 د غړو هېوادونو افغانستان٬كرغزستان٬پاكستان او د تاجكستان د څلور اړخيزه د مشرانو غونډې كوربتوب كوي۔د دې پروژې د لارې به روابط زيات شي او پاكستان او افغانستان ته به تاجكستان او ازبكستان كښې پیدا كېدونكې برېښنا وركړی شي۔د دورې پھ موقع به په سيمه ايزو موضوعاتو خبرو لپاره د پاكستان افغانستان او تاجكستان ترمينځه د مشرانو د درې اړخيزې غونډې پريكړه هم وكړې شي۔

د دورې پھ موقع به د د پاكستان او تاجكستان ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې اېم او يوز او لوظ نامې لاس ليك كولې شي۔د يادونې وړ ده پاكستان او تاجكستان د مرستې نزدې اړيكې لري٬دواړه هېوادونه د منطقې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره يو ډول سوچ لري او دواړه هېوادونه په مهمو سيمه ايزو او په نړيوالو چارو هم يو ډول دريځ لري۔پاكستان په هغه يو څو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د تاجكستان آزادي تسليمولو سره دې هېواد سره تجارتي اړيكې جوړې كړی وې۔

د وزيراعظم دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي او دا د وزيراعظم لخوا ګاونډي او سيمه ايزو هېوادونو سره د پاكستان اړيكو او سيمه ايزو رابطو ته د ودې وركولو د وژن عكاسي كوي۔ د دورې په مهال به سيمه ايز يو والي لپاره د تذويراتي شركت پھ خواله د لويې لارې په عنوان يوه شريكه اعلاميه هم لاس ليك كېږي۔