نيپال كښې ترافيكي پېښه – 25 كسه مره 40 څخه زيات ژوبل۔

نيپال كښې ترافيكي پېښه – 25 كسه مره 40 څخه زيات ژوبل۔

کھټمنډو(پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) نيپال كښې ترافيكي پېښه كښې 25 كسه مړه او 40 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د غېر ملكي خبر رسنې ادارې ترمخه د مسافرو يو بس مركزي نيپال سيمه كښې كندې ته پرېوتې چې په نتيجه كښې ئې 25 كسان په ځائې مړه شوي۔ پېښه سره مخ شوې بس كھټمنډو څخه كاوړے ښار ته روان ؤ۔ د کاوړے دوهم ډسټركټ چيف بهم كانتا شرما پېښه كښې د 25 كسانو مړه كېدو تصديق كړے۔

ده ووئيل د مرستې كارمندان د مرستې هلو ځلو كښې بوخت دي ولې د باران په سوب د مرستې كاروائۍ ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل 26 ژوبل كسان د يوې پوځي چورلكې او 13 نور د اېمبولېنس د لارې د كھټمنډو يو روغتون ته رسولې شوي ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې نيپال كښې د سړكونو د خراب حالت او د ډرائيورانو د بې احتياطۍ په سوب دا ډول پېښې رامخې ته كيږي۔