اېران په دمشق كښې د بمي چاودنې سخته غندنه وكړه

اېران په دمشق كښې د بمي چاودنې سخته غندنه وكړه

تهران (پاکستان نیوزپوائنٹ 4جولائی2017ء) د اېران خارجه دفتر وياند د سوريې په پايه تخت دمشق كښې د ګل په ورځ د بمي چاودنې او په دغه كښې د بې ګناه خلقو د وژنې سخته غندنه كړې ده ۔ د اېران د خارجه دفتر وياند بهرام قاسمي په خپل بيان كښې دمشق كښې په بمي چاودنه كښې په شوي زيان د سوريې اولس او حكومت سره د غمرازې څرګندونه هم كړې ده ۔ قاسمي ووئيل ترهګر عناصر په سوريه كښې امن خرابولو لپاره داسې بزدلانه بريدونه كوي۔ ده ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې د سوريې حكومت به د ترهګرې لعنت له مېنځه يوسي۔