د ایران دوهم اولس مشر د موصل په آزادۍ د عراق وزیراعظم له مبارکي وركړه

د ایران دوهم اولس مشر د موصل په آزادۍ د عراق وزیراعظم له مبارکي وركړه

تهران (پاکستان نیوزپوائنٹ 4جولائی2017ء) د ایران دوهم اولس مشر اسحاق جهانګیري د موصل په آزادۍ د عراق وزیراعظم له مبارکي وركړې ده ۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې د عراق پوځ او اولسي رضا كار فورسز د كاميابۍ د اهميت حواله وركولو سره ده ووئيل دا كاميابي د عراقي اتحاد په سوب او د ګاډنډيانو هېوادونو په مرسته ترلاسه شوې او په دې مونږ د عراق اولس له د زړه نه مباركي وركوٶ۔ ده ووئيل عراق كښې نور امن او استحكام لپاره لوي څښتن ته لاس په دعا يو۔