كشميريانو د هند د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله

كشميريانو د هند د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله

سرينګر (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د كنټرول لائن په دواړو خوا او په ټوله نړۍ كښې كشميريانو د ګل په ورځ د هند د ازادې ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله چې دغسې نړۍ ته باور وركړے شي چې هند د كشميريانو د خپلواكې حق سلب كړے۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې په مقبوضه كشمير كښې په دې موقع سول كرفيو او په بشپړه توګه كاربندېز و د كوم غږ چې د حريت كنفرنس چيئرمېن مير واعظ عمر فاروق كړے و۔ د دې مقصد په هند واضحه كول دي چې هغه كشميريانو ته د خپل حق وركولو نه بغېر د ازادې د ورځې لمانځلو حق نه لري۔