په سرينګر كښې په بريد كښې دوه هندي عسكر مړه او 6 ژوبل شوي

په سرينګر كښې په بريد كښې دوه هندي عسكر مړه او 6 ژوبل شوي

سرينګر(پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د مقبوضه كشمير په سرينګر سيمه كښې په يو بريد كښې د هندي پوځ دوه اهلكار مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د هند د ازادې ورځې په موقع د امنيت د سختو اقداماتو سره هم په سرينګر كښې جامع جومات سره نزدې په نوهټه سيمه پھ سي آر پي اېف كېمپ بريد شوے۔ د خبر له مخې په بريد كښې دوه اهلكار مړه او شپږ ژوبل شوي دي۔ د پوليس چارواكو له مخې ډزې بند شوې دي او د بريد كوونكو په اړه معلومات ترلاسه كولې شي.