د يمن سركاري ځواكونو زنجبار سيمه بېرته واخسته

د يمن سركاري ځواكونو زنجبار سيمه بېرته واخسته

صنعا (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د يمن سركاري ځواكونو د القاعده جنګيالو څخه زنجبار سيمه بېرته اخستې۔ د المانې مېډيا له مخې د يمني اولس مشر عبد ربو منصور هادي د پلوي ځواكونو او د ياغيانو ترمېنځه نښتې شوې دي او د دې نښتو نه پس سركاري ځواكونو زنجبار سيمه د ياغيانو نه بېرته اخيستې۔ د يادونې وړ ده چې په يمن كښې د روانې كورنې جګړې په تناظر كښې وسله والو د هېواد په ګڼ شمېر سيمو كښې قوي اډې جوړې كړې دي۔