چين كښې د برډ فلو وائرس په سوب نور 37 كسان مړه شول

چين كښې د برډ فلو وائرس په سوب نور 37 كسان مړه شول

بیجنګ (پاکستان نیوزپوائنٹ 24جون2017ء) چين كښې د برډ فلو وائرس په سوب نور 37 كسان مړه شوي۔ د برطانوی خبر رسنې ادارې د چين حكومت شمېرو حواله وركولو سره وئيلي چې دا كسان په مئي كښې مړه شوي دي۔ او په دې حساب د تېر كال اكتوبر مياشتې څخه تر مئي مياشتې ددې وائرس دلاسه د مړو شمېره 268 ته رسېدلې۔ د چين د صحت عامه او فېملي پلاننګ قامي كمېشن ووئيل چې د مئي په مياشت كښې د برډ فلو وائرس دلاسه نور 37 كسان مړه شوي۔ دغسې د تېر كال اكتوبر مياشتې څخه تر مئي مياشتې ددې وائرس دلاسه د مړو شمېره 268 ته رسېدلې۔ بلكې د روان كال په مهال په تېرو 3 مياشتو كښې د مړو شمېره 108 ته رسېدلې۔ د چين نېشنل هېلت اېنډ فېملی پلاننګ كمېشن وګړو ته غږ كړې چې هغوي د ځپلې شويو چرګانو څخه ځان لرې وساتي۔