سعودي عربستان كښې ترافيكي پېښه كښې حق رسېدلي 5 كسان كوهاټ كښې خاورو ته وسپارلې شول

سعودي عربستان كښې ترافيكي پېښه كښې حق رسېدلي 5 كسان كوهاټ كښې خاورو ته وسپارلې شول

کوهاټ (پاکستان نیوزپوائنٹ 21جون2017ء) سعودي عربستان كښې ترافيكي پېښه كښې حق رسېدلي 5 كسان كوهاټ كښې خاورو ته وسپارلې شول۔ حق رسېدلي كسان د يو بل نزدې خپلوان وو كوم چې د ملازمت په لړ كښې سعودي عربستان كښې مېشته وو۔ د تفصيلاتو ترمخه تېرو ورځو كښې قادر منېر ٬ زاهد ٬ افسر خان ٬ عمر فاروق او فاروق شاه نومې 5 كسان د عمرې ادا كولو له مكه مكرمه ته روان وو ۔د سفر په مهال ناڅاپي د دوئي د ګاډي برېك فېل شو چې په سوب ئې ګاډې غر سره د ټكر كېدو پېښې سره مخ شو۔د پېښې په نتيجه كښې 5 واړه په حق ورسېدل۔ تېره ورځ د دوئي مړي د دوئي د پلار نيكه سيمې ته راورسېدل او دغلته د غم ٬ افسوس او خفګان په يو چاپیرچل او فضا كښې خاورو ته وسپارلې شول۔