د افغان امنيتي ځواكونو لخوا د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د عملياتو په مهال د 28جنګيالو وژلو ادعا٬

په عملياتو كښې يوولس افغان عسكر هم وژل شوي٬ په پكتيا كښې په فضائي بريد كښې د يوې كورنې 13 غړي مړه شوي٬ په قندهار كښې په بمي چاودنه كښې څلور تنه مړه شوي٬ په هلمند كښې د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمېنځه د نښتو لړې روانه ده

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) افغان امنيتي ځواكونو د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د عملياتو په مهال د 28 جنګيالو وژلو ادعا كړې۔ په عملياتو كښې يوولس افغان عسكر هم وژل شوي٬ په پكتيا كښې په فضائي بريد كښې د يوې كورنې 13 غړي مړه شوي٬ په قندهار كښې په بمي چاودنه كښې څلور تنه مړه شوي٬ په هلمند كښې د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمېنځه د نښتو لړې روانه ده۔

د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د هېواد د دفاع وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د شرخوښو په ضد په شويو عملياتو كښې 28 جنګيالي مړه او 29 ژوبل شوي دي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د عملياتو په مهال يوولس افغان عسكر هم وژل شوي دي۔ دا عمليات د هېواد په شمالي منځنو او ختيزو ولايتونو كښې شوي دي۔

له بلې خوا په پكتيا ولايت كښې د خوش آمند ولسوالې په ميناري سيمه كښې په هوائي بريد كښې د يوې كورنې 13 غړي مړه شوي دي۔ ځائي چارواكو او عېني شاهدانو وئيلي دي چې وژل شوي كسان ټول عام وګړي وو۔ په سوئيلي قندهار ولايت كښې په بمي چاودنه كښې څلور كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي دي۔ د چارواكو په وېنا دا پېښه په مېوند ولسوالې كښې رامنځ ته شوې۔ په غور ولايت كښې د يوې نښتې په مهال د 14 طالب جنګيالو د وژل كېدو ادعا شوې۔ په دې نښته كښې د پوليسو يو مشر هم ژوبل شوے۔ له بلې خوا په هلمند ولايت كښې د امنيتي ځواكونو او طالبانو نښتې روانې دي او د هلمند څخه د زرګونو په شمېر خلقو كډې كړې دي۔ ﴿م ع/ م ع 1443﴾