د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې قربانې وركوونكو د پنځو پاكستانيانو پشمول د 43 هېوادونو 117 اهلكارو ته د مرګ نه پس تمغې او اعزازات وركړے شول

د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې قربانې وركوونكو د پنځو پاكستانيانو پشمول د 43 هېوادونو 117 اهلكارو ته د مرګ نه پس تمغې او اعزازات وركړے شول

ملګري ملتونه (پاکستان نیوزپوائنٹ 25مئ2017ء) د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې قربانې وركوونكو د پنځو پاكستانيانو پشمول د 43 هېوادونو 117 اهلكارو ته د مرګ نه پس تمغې او اعزازات وركړے شول۔ په دې لړ كښې د پيس كيپر نړيوالې ورځې په اړه يوه دستوره وشوه په كومه كښې چې د نړيوالې ادارې مشر انټونيو ګوئټرس په ټوله نړۍ كښې د امن په خاطر ځان قربانوونكو ته پېرزوينې وړاندې كړې او د دوي تمغې ئې وركړې۔ د پنځو پاكستانيانو تمغې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان لنډمهاله استازي نبيل منير ترلاسه كړې۔ په دې پاكستانيانو كښې حوالدار عبدالمجيد خان٬ حوالدار ذيشان احمد٬ لېفټېننټ كرنل محمد اشرف ٬ نائك قېصر عباس او شبنم خان شامل دي۔ (م ع/ګ ل/1748)