باچا سلمان بن عبدالعزیز او ډونلډ ټرمپ د انتها خوښۍ نظرياتو مخنيوي له د نړيواله سنټر پرانسته وكړه

باچا سلمان بن عبدالعزیز او ډونلډ ټرمپ د انتها خوښۍ نظرياتو مخنيوي له د نړيواله سنټر پرانسته وكړه

ریاض (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز او امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ د انتها خوښۍ نظرياتو مخنيوي له د نړيواله سنټر پرانسته كړې چې مقصد ئې د اعتدال خوښۍ وده او د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ مخنيوي كول دي۔ په دې موقع د خليج مرستې كونسل عمومي سېكتر ناصر البقامي ووئيل سنټر جوړول د ھغه اسلامي هېوادونو ترمېنځه د مرستې مېوه ده كوم چې د ترهه ګرۍ مخنيوي په اهميت باور لري۔

ناصر البقامي ووئيل مركز چلولو لپاره به جديد ټېكنالوجي كارولې شي كوم چې به په درې برخو نظريه٬ ډيجيټل او معلوماتو آډانه وي دا مركز به د بېلو بېل ډول موادو نګراني كوي او جاج اخلي او د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ مسئلې مخنيوي له به د بېلا بېلو ژبو او لهجو استعمال كوي۔ مركز كښې به د هر ډول انتها خوښ نظرياتو پحقله مواد په ګوته كولې شي او د دې نه پس به په شپږ سېكنډه كښې د دې تجزيه كولې شي او مناسب حل به ئې وړاندې كولې شي۔