نړيوال امن ته زيان رسوؤنكي د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له د اسلامي هېوادونو ترمېنځه تړون ته اړتيا ده٬ پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد فعاله جنګ كولو سره تر ډېره حده د دې لعنت مخنيوي كړې۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف ميډيا سره غېر رسمي خبرې

مدینه منورہ (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) وزیراعظم محمد نواز شریف نړيوال امن ته زيان رسوؤنكي د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له د اسلامي هېوادونو ترمېنځه په تړون زور رواړېدے۔ د سعودي عرب درې ورځنۍ دورې په مهال ميډيا ډلې سره د ګل په ورځ غېر رسمي خبرو كښې وزیراعظم ووئيل پاکستان ته د ترهه ګرۍ په د جنګ په سوب نزدې 120 اربه ډالرو څخه زيات مالي او د زرګونو په شمېر د قېمتي ځانونو زيان رسېدلې۔

ده ووئيل لكه څنګه چې لوېديزه نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد يو موټې كېږي دغسې د ترهه ګرۍ خطر مخنيوي له بايد اسلامي نړۍ هم يو موټې شي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد په موثره ډول جنګ كولو سره تر ډېره حده د دې لعنت مخنيوي كړې۔ ده ووئيل بايد افغانستان هم د ترهه ګرۍ په ضد په موثره ډول جنګ وكړي۔د سمټ په مهال امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره د خپلو خبرو پحقله د پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل دا يوه ښه غونډه وه۔ده ووئيل د كنفرنس په مهال ما نورو مشرانو سره هم خبرې اترې كړې۔