پاك افغان چمن پوله په 18مه ورځ هم بنده وه ٬تجارت او تګ راتګ معطل ؤه ٬

پاك افغان چمن پوله په 18مه ورځ هم بنده وه ٬تجارت او تګ راتګ معطل  ؤه ٬

چمن (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) د پاكستان او افغان ستان چمن پوله په 18مه ورځ هم بنده وه چې له امله يې تجارت او تګ راتګ معطل دے٬په پاك افغان پوله امنيتي اهلكار اوس هم په ځائ دې۔چمن كښې د امنيتي چارواكو له مخې په پاك افغان پوله د شخړې نه پس د چمن پوله به اتلسمه ورځ هم بنده ده چې په نتيجه كښې يې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د تجارت پشمول د ناټو رسنه او تګ راتګ په بشپړه توګه بند دے۔د پولې دواړه اړخه ګڼ شمېر مسافر هم موجود دي۔د ضلعي انتظامې چارواكو له مخې زيرو لائن سره نزدې د سر شمېرې عمل روان دے او تراوسه د دواړو كليو څخه د 586 كورنيو ډېټا اغستې شوې۔د ګل تر ماښام په دغه كليو كښې د سر شمېرې بشپړېدو امكان دې۔