ټرمپ د سعودي تږ په مهال خپل ټول مقاصدونه ترلاسه كړل۔د اولس مشر ټرمپ صلاحكار

ټرمپ د سعودي تږ په مهال خپل ټول مقاصدونه ترلاسه كړل۔د اولس مشر ټرمپ صلاحكار

واشنګټن (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ مشر صلاحكار دا اعتراف كړې دې چې ټرمپ د سعودي عربستان دورې په مهال خپل ټول مقاصد ترلاسه كړي دي ۔د ګل په ورځ مېډيا راپور له مخې د ټرمپ مشر صلاحكار او د هغه زوم جارډ كوشنر وئيلي دي د امريكې اولس مشر د سعودي خپلې دورې په مهال ټول لويې او مهم مقاصد ترلاسه كړي۔ده د سعودي عرب سره پوځي لوظ نامې د امريكې مهم مقاصد وګرځول۔د دې نه وړاندې ټرمپ په رياض كښې د عربو او اسلامي هېوادونو مشرانو غونډې ته خپل خطاب كښې ووئېل د سعودي سره د 400 اربه ډالرو څخه زياتې لوظ نامې لاس ليك شوې چې پكښې د 110 اربه ډالرو ماليات د وسلو لوظ نامې هم شامل دي۔