وزيراعظم محمد نواز شريف د رسول پاك ۖ د روزې زيارت لپاره رياض څخه مدينې منورې ته لاړ

وزيراعظم محمد نواز شريف د رسول پاك ۖ  د روزې زيارت لپاره رياض څخه مدينې منورې ته لاړ

رياض (پاکستان نیوزپوائنٹ 22مئ2017ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د رسول پاك ۖ په روزه حاضرۍ لپاره د ګل پھ ورځ د رياض څخه مدينې ته لاړو٬هغه د شاه سلمان بن عبدالعزيز په بلنه د سعودي عرب پھ درې ورځنۍ دوره تللے دے۔د يادونې وړ ده د اتوار پھ ورځ هغه په وړومبي ځل د امريكې۔عرب اسلامي مشرانو كنفرنس كښې ګډون وكړو۔په دې كنفرنس كښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ او د مسلمانانو لارښودو ګډون كړی وو۔

د وزيراعظم خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز او د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔هغوي به د رسول پاك ۖ په روزه حاضري كوي او په مسجد نبوي كښې به نفلونه ادا كوي۔په دې موقع به د هېواد د پرمختګ او څوكالۍ لپاره خاص دعا ګانې غوښتلې شي۔وزيراعظم به(نن)د نهې په ورځ هېواد ته راستنېږي۔