برطانيه پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ِ

تجارت او پرمختګ كښې پاكستان او برطانيه ملګري هېوادونه دي۔ دوه اړخيزه مرسته لا زياتېږي۔ مېرمنوتجارانو ته د پرمختګ موقعې وركولو او د دوئ خېر ښېګړې لپاره كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔ پاكستان كښې د برطانيه لنډ مهال هائي كمشنر پيټرك موډي د اسلام آباد وېمن چېمبر مؤسسې ثمينه فاضل په مشرۍ كښې د مېرمنو تجارانو پلاوي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) پاكستان كښې د برطانيه لنډ مهال هائي كمشنر پيټرك موډي وئيلي دي برطانيه پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ تجارت او پرمختګ كښې پاكستان او برطانيه ملګري هېوادونه دي۔ دوه اړخيزه مرسته لا زياتېږي۔ مېرمنو تجارانو ته د پرمختګ موقعې وركولو او د دوئ خېر ښېګړې لپاره كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔

د د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد وېمن چېمبر مؤسسې ثمينه فاضل په مشرۍ كښې د مېرمنو تجارانو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان په لويو ښارونو كښې برټش بزنس سېنټرز جوړولې شي چې ورسره به د دواړو هېوادونو اولس او كاروباري ورورولي يو بل ته نزدې شي او دې سره به دوه اړخيزه تجارت هم زيات شي۔ ده ووئيل برطانیه د سټېټ بېنک آف پاکستان په مرسته پاكستانيان اختيارمند جوړولو له جدي هڅې كوي۔

د مائیکرو فنانس قرضه اخستونكو شمېره كښې د 60 لكھھ كسانو اضافه شوې۔ دې كښې نيمه شمېره د مېرمنو ده۔ د نظیر انکم سپورټ پروګرام د لارې د بې وسه مېرمنو مرسته كښې هم زياتوالې شوې۔ په دې مهلا ثمينه فاضل ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره په زړه پورې اړيكې لري او مونږ دوه اړخيزه تجارتي اړيكې لا مستحكم كول غواړو۔ اسلام آباد كښې د برټش بزنس سېنټر جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو كاروباري ورورولۍ ترمينځھ مرسته لا زياته شي او مېرمنو تجارانو ته به هم نوې موقعې په لاس راشي۔