بيجنګ(پاکستان نیوزپوائنٹ 13مئ2017ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د پاكستان د توان بحران مخنيوي لپاره نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن د باور وړ شراكتدار دے د چينائي حكومت او د چين نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن لخوا د برېښنا پروژو د لارې د توان بحران ختمولو كښې د پاكستان د مرستې اعلٰی مثال دے۔ده د خالي په ورځ نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن د سيوري لاندې بهاشا پراجېكټ كنفرنس ته خطاب كولو۔
په دې موقع د پنجاب اعلٰی وزير محمد شهباز شريف٬د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه٬د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پروېز خټك٬د بلوچستان اعلٰی ثناﺀ الله زهري٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د تجارت وزير خرم دستګير او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د انفارمېشن ټېكنالوجي دوهمه وزيره انوشه رحمان او د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز پشمول نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔
وزيراعظم ووئيل نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن نه يوازې پاكستان كښې د توان كمبوت مخنيوي كښې مرسته كوي بلكې د دې صورتحال څخه ويستلو له د پاكستان د توان څانګو پوهانو له تربيه هم وركوي۔ده ووئيل مونږ د چين نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن تجربو څخه استفاده كوو۔ده ووئيل شريكې وركننګ ډلې د پاكستان د توان څانګې پرمختګ له كوټلي بنياد اېښودلې۔وزيراعظم ووئيل د دې موقعې څخه ګټه پورته كولو سره د راروان كال تر جون به د توان كمبوت ختمولو له به زمونږ د هڅو په يو مهم عنصر ارلي هارويسټ پراجېكټ په تندۍ سره عملدرآمد وشي۔
ده ګډون كونكو ته ووئيل د 300 مېګاواټ شمسي توان او د 50 مېګاواټ دوه ونډ پاور پروژو پېداوار پېل كړی٬د ساهيوال كول پاور پراجېكټ 600 مېګاواټه وړومبې يونټ به جون او د پورټ قاسم كول پراجېكټ وړومبې يونټ به سږ كال نومبر كښې كار پېل كړي۔وزيراعظم ووئيل دې سره سره د برېښنا پېداوار او د ټرانسمېشن په ځينو پروژو هم تندۍ سره عملدرآمد روان دې۔ده د چينائي اولس مشر ون بېلټ ون روډ وژن حواله وركولو سره ووئيل سي پېك پروژه به نه يوازې پاكستان لپاره بلكې ټولې سيمې له ګيم چينجر وي٬دا ستراتېژېكي لوظ نامه نه ده بلكې د پاكستان او چين ترمينځه د ملګرتيا ميوه ده۔
ده ووئيل د دې پروژې د كاميابۍ اندازه دې خبرې څخه لګېدې شي چې ګڼو هېوادونو په دې پروژه كښې شامليدو له خوښي څرګنده كړې۔ د چين د توان څانګې كپمنو نمائندګانو او مشرانو د كنفرنس ګډون كونكي د بند پروژې په اړه د خپلې سټېډي څخه خبر كړل۔د دې نه پس وزيراعظم د سي پیك ترمخه د توان پروژو په لوظ نامو كښې هم ګډون وكړو۔په كومو چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ سېكتر يوسف نسيم كهوكهر او پاكستان كښې د چين سفير سن وائي ډونګ لاس ليك كړې۔