مقبوضه کشمیر كښې يو بل ځوان ووژلے شو٬ د شهيدانو شمېره 70 ته ورسېده بج بهارہ كښې د هندي پوځ په ډزو ګڼ شمېر كسان ژوبل

مقبوضه کشمیر كښې يو بل ځوان ووژلے شو٬ د شهيدانو شمېره 70 ته ورسېده بج بهارہ كښې د هندي پوځ په ډزو ګڼ شمېر كسان ژوبل

سرینګر(پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د مقبوضه کشمیر د شوپیان ضلعې په سیدیو سيمه كښې هندي پوځ د لاسه ژوبل يو بل كشميرې ځوان پحق رسېدلې او دې سره د د شهيدانو شمېره 70 ته رسېدلې۔د كشمير ميډيا سروس له مخې عامر لون د جولائي په 29مه نيټه د هندي ځواكونو د ډزو په نتيجه كښې ژوبل شوې وٶ او په روغتون كښې بستر ؤ چب چې تېره ورځ سا وركړه۔بلخوا كشمير كښې د قابضو چارواكو لخوا د كرفيو او بنديزنو 31مه ورځ روانه وه ۔په اسلام آباد٬ كلګام ٬شوپیان او پلوامه ضلعو كښې پرله پسې كرفيو نافذ ده او په سرينګر ٬ بارهموله او كپواره ضلعو كښې بنديزونه هغسې دوام لري)ض