کابل٬ په بمي چاٶدنه كښې يو تن مړد امريكن پوهنتون كابل څخه دوه خارجي پروفېسران تښتول شوي

کابل٬ په بمي چاٶدنه كښې يو تن مړد امريكن پوهنتون كابل څخه دوه خارجي پروفېسران تښتول شوي

کابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د افغانستان په پلازمينه کابل كښې د بمي چاٶدنې په نتيجه كښې يو تن مړ او درې ژوبل شوي دي او نامعلومو وسله والو د امريكن پوهنتون كابل څخه دوه خارجي پروفېسران تښتولي دي۔ د ځائي پوليسو له مخې په كابل كښې سهار وختي په يو پوځي ګاډې كښې چاودنه شوې او په نتيجه كښې ئې يو تن مړ او درې ژوبل شوي۔ بلخوا نامعلومو وسله والو د امريكن پوهنتون كابل څخه دوه خارجي پروفېسران تښتولي دي٬ د دواړو پروفېسرانو تعلق اسټراليا او امريكا سره ښودل كېږي۔ د عېني شاهدانو له مخې دواړه پروفېسران د پوهنتون د كېمپس څخه د ټوپك په زور تښتول شوي دي۔ تر اوسه كومې ډلې د دې ذمه واري پغاړه نه ده اخستې۔