افغانستان ٬ لوګر ولايت كښې د نښتو په مهال 11 طالب جنګيالي مړه او 9 ژوبل شوي

افغانستان ٬ لوګر ولايت كښې د نښتو په مهال 11 طالب جنګيالي مړه او 9 ژوبل شوي

کابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 08 اگست 2016ء) د افغانستان په لوګر ولايت كښې د نښتو په مهال 11 طالب جنګيالي مړه او 9 ژوبل شوي دي۔ د ولايت د والي وياند سليم صالح وئيلي دي چې دا نښته د لوګر په براكي سيمه كښې شوې٬ په دې مهال دوه ځانمرګي بريد كوٶنكي هم وژل شوي دي۔ له بلې خوا په كونړ كښې د مارټر بريد په نتيجه كښې 13 وګړي ژوبل شوي دي۔ چارواكو وئيلي دي چې د عسكريت خوښو لخوا په دې بريد كښې په مانوګي ولسوالۍ كښې سولين آبادي په نښه كړې شوې۔