په عراق او سوريه كښې د تركيې فضائي بريدونه د قبلولو وړ نه دي۔ روسيه

په عراق او سوريه كښې د تركيې فضائي بريدونه د قبلولو وړ نه دي۔ روسيه

ماسكو (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اپریل2017ء) روسيې په عراق او سوريه كښې د تركيې لخوا شوي فضائي بريدونه د نه قبلولو وړ ګرځولو سره وئيلي دي چې دا د حكومتونو ترمېنځه د اړيكو د بنيادي اصولو خلاف ورزي ده۔ د خبر له مخې دا خبرې روسيې خارجه وزارت په خپل يو بيان كښې كړې۔ د بيان له مخې روسيې په دې لړ كښې ټولو ته د صبر نه د كار اخستلو خواست كړے۔ د يادونې وړ ده چې د تركيې جنګي الوتكو د شورو په ورځ په شمالي عراق كښې د كرد ترهګرو په فضائي اډو بريدونه كړي وو چې پكښې 6 ترهګر وژل شوي وو۔