كراكس (پاکستان نیوز پوائنٹ 27اپریل2017ء) په وېنزوېلا كښې د بنديانو په ډزو كښې 12 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي۔ د امريكا غږ راډيو له مخې دا خبر د زندانونو د وزارت وياند وركړے۔ د وېنزوېلا د پبلك پراسكيوټر دفتر وئيلي دي چې تېره ورځ د بنديانو ترمېنځه د ډزو په تبادله كښې يو شمېر كسان وژل شوي دي او د دې پلټنې روانې دي۔ ده د نوم نه ښودلو په شرط ووئيل چې په دې پېښه كښې 12 كسان وژل شوي دي۔ ده ووئيل چې په پېښه كښې 11 كسان ژوبل شوي هم دي۔
په وېنزوېلا كښې د بنديانو په ډزو كښې 12 كسان وژل شوي دي
7 کال لومړی