د وزيراعظم بن علي يلدرم د مسلح هېډ كوارټر دوره

د وزيراعظم بن علي يلدرم د مسلح هېډ كوارټر دوره

انقرہ۔(پاکستان نیوز پوائنٹ 06 اگست 2016ء) د تركيه وزيراعظم بن علي يلدرم د فتح الله ترهګر تنظيم فيتو پوځي بغاوت ھڅې څخه وروستو په اولني ځل د وسله والو ځواكونو د هېډكوارټر دوره كړې۔ وزيراعظم ته هېډكوارټر ته په راتګ چیف آف جنرل سټاف جنرل خلوصی آقار ، دوهم چيف جنرل امیت دْندار او د پوځ سېكتر لېفټېننټ عرفان اوز سرت هركلې ووې۔ د ګارډ آف آنر سلامۍ څخه وروستو يلدرم په اعزازي رجسټر كښې خپل تاثرات قلمبند كړل او جنرل آقار سره ئې مذاكرات پېل كړل۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په پوځي بغاوت كښې تر ټولو اول په نښه شوي د وسله والو دې هېډ كوارټر دوره پرون د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان هم كړې۔