په سينا كښې د داعش د ځائي مشر پشمول 50 جنګيالي وژل شوي دي۔ د مصر پوځ

په سينا كښې د داعش د ځائي مشر پشمول 50 جنګيالي وژل شوي دي۔ د مصر پوځ

قاهره (پاکستان نیوز پوائنٹ 06 اگست 2016ء) د مصر پوځي چارواكو وئيلي دي چې په سينا كښې د داعش د ځائي مشر پشمول 50 جنګيالي وژل شوي دي۔ د خبر له مخې د مصر د پوليسو يو برېګيډئر جنرال محمد سمير په فېس بك په يو پوسټ كښې ليكلي دي چې د اطلاعاتو په بنياد په ترسره شويو دې عملياتو كښې ابودعا الانصاري په سينا سيمه كښې په فضائي بريدونو كښې وژل شوے۔ ده ووئيل چې په دې بريدونو كښې 50 جنګيالي وژل شوي دي او ګڼ شمېر ژوبل هم دي۔ ده ووئيل چې په عملياتو كښې په لويه اندازه وسله هم تباه كړې شوې۔