د حج اولنې پرواز باچاخان نړيوال ايئرپورټ پېښور څخه مدينې منورې ته روان شو۔

د حج اولنې پرواز باچاخان نړيوال ايئرپورټ پېښور څخه مدينې منورې ته روان شو۔

پېښور(پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د حج اولنې پرواز باچاخان نړيوالې ايئرپورټ پېښور څخه مدينې منورې ته روان شوے۔ د ایئربلیو پروازلمبر ABQ-1760 (218) حج كوؤنكي وړلو سره پېښور څخه مدينه منوره ته روان شوے۔ د مذهبي چارو جائنټ سېكتر نورزمان او د حج ډائرېكټر شكيل احمد دوئي ته په مخه ښه ووې۔ اے پي پي سره خبرو كښې جائنټ سېكتر نورزمان ووئيل ما حاجيانو له د شوې انتظامامو جاج اخستلو له د حج كمپلېكس حيات آباد دوره وكړه۔

په حج انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ده ووئيل ډائرېکټورېټ حج جاجيانو صاحبانو له د اطمينان وړ انتظامات كړي دي۔ ده ووئيل مدينه او جده كښې هم حج كوؤنكو له انتظامات د پاكستان سفارت كړي دي۔ ده ووئيل د حج آپرېشن مانيټرنګ كيږي او چرته هم چې كمې محسوس شو د دې لرې كولو له به فوري ګامونه پورته كولې شي۔(وا/ض ض/ګ ل/2130)