د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه د 6.4 اربه ډالرو د درې كلن توسيعي فنډ سهولت پروګرام تر سېوري لاندې آخري جاج له خبرې بشپړې شوې۔ پاکستان د ټېكسونو

٬ توان كركيلې٬ مالياتي او د سركاري څانګې كاروباري ادارو كښې د اصلاحاتو د نفاذ عزم لري۔تر جون 2016ء ټول هدفونه ترلاسه كړې شوي۔ په مالي كال 2016ﺀ كښې د افراط زرشرح د 3 فيصد څخه كمه پاتې شوې۔ د روان كال جولائي په 22 نېټه د غېر ملكي زرمبادله پنګې 23 اربه ډالر ريكارډ كړې شوې دي۔ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د آئي اېم اېف مشن چيف هرالډ فنګر سره په دبئۍ كښې خبري كنفرنس ته خطاب

دبئی (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) سره آخري معاشي جائزه كاميابۍ سره بشپړه كېدل د دې خبرې ثبوت دے چې حكومت د قامي معشيت بېلو څانګو په خاص توګه د ټېكسونو ٬ توان ٬ كركيلې٬ مالياتي او د سركاري څانګې كاروباري ادارو كښې د اصلاحاتو د نفاذ عزم لري۔ ده د زيارت په ورځ د آئي اېم اېف مشن چيف هرالډ فنګر سره په دبۍ كښې ګډ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔

وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه د 6.4 اربه ډالرو د درې كلن توسيعي فنډ سهولت پروګرام تر سېوري لاندې آخري جاج له خبرې بشپړې شوې۔ ده ووئيل چې دا د دواړو اړخونو د پياوړو هڅو نتيجه ده۔ د خزانې وفاقي وزیر آخري جائزې بشپړ كولو له د آئي اېم اېف مشن چيف هرالډ فنګر او د ده د ډلې هڅې وستائلې۔ په دې مهال د هېواد د معيشت د مجموعي كاركردګۍ جائزه پېش كولو سره د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې په 12مه معاشي جائزه كښې زمونږ كاركردګي د اطمينان وړ پاتې شوې۔

مونږ تر جون 2016ﺀ نزدې ټول هدفونه ترلاسه كړي دي۔ فېډرل بورډ آف ريونيو د ټېكس وصولۍ په لړ كښې د 3104 ارب روپو كلن هدف هم ترلاسه كړې۔ دا په زړه پورې كاركردګي ده۔ جي ډي پي كښې د ټېكس په شرح كښې ښكاره زياتوالې شوې۔ مونږ د مالي كال 2016ء په مهال د جي ډي پي شرح نمو 4.71 فیصد ترلاسه كړې كومه چې د تېرو 8 كلونو تر ټولو زياته كچه ده۔ اسحاق ډار ووئيل د صنعتي څانګې شرح نمو 6.8 فیصد پاتې شوې۔

هېواد كښې د برېښنا او ګاز رسنې صورتحال پرله پسې ښه كيږي۔ پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره به هېواد كښې معاشي هلې ځلې لا وده ومومي۔ اسحاق ډار ووئيل پاكستان سټاك اېكسچېنج مخ په وړاندې تلې او په يكم اګست 2016ء د دې انډېكس 39 زره 8سوه پوائنټس ته رسېدلې۔ وفاقي وزير ووئيل په مالي كال 2016ﺀ كښې د افراط زر شرح 3 فيصد څخه كمه پاتې شوې۔ د روان كال جولائي په 22 نېټه د غېر ملكي زرمبادله پنګې 23 اربه ډالر ريكارډ كړې شوې۔

په دې كښې سټېټ بانك سره د 18.03ارب ډالر او نورو بانكونو سره د 4.960 ارب ډالر پنګې دي۔ ده ووئيل بجټ خساره كومه چې 2013ء كښې د جي ډي پي 8 فیصد وه كمېدو سره 2015ﺀ كښې 5.3 فیصد او 2016ء كښې 4.6 فیصد ته راغلې۔ وفاقي وزير ووئيل د توان څانګه كښې اصلاحات كول د حكومت په ترجيحي ايجنډا كښې شامل دي او وزيراعظم د كابينه كمېټۍ د لارې د دې څارنه كوي۔(وا/م ع/ګ ل/1929)