لوېديز افغانستان كښې په غېر ملكي سېلګرو د عسكريت خوښو په بريد كښې لس غېرملكيان مړه او پنځه ژوبل شوي

لوېديز افغانستان كښې په غېر ملكي سېلګرو د عسكريت خوښو په بريد كښې لس غېرملكيان مړه او پنځه ژوبل شوي

هرات (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) لوېديز افغانستان كښې په غېر ملكي سېلګرو د عسكريت خوښو په بريد كښې لس غېر ملكي سېلګري مړه او پنځه ژوبل شوي دې ۔د چين خبر رسنې ايجنسۍ له مخې د هرات په چشتي شريف ولسوالۍ كښې د غېر ملكي سېلګرو په قافله بريد شوې۔ ولسوال د پېښې تصديق كولو سره وئېلي دي په بريد كښې لس غېر ملكي سېلګري مړه او پنځه ژوبل شوي دي ۔د مړو شويو سېلګرو شهريت په اړه معلومه شوې نه ده۔ده ووئيل د بريد نه پس امنيتي ځواكونو ځينې سېلګري د خپل ځان سره بوتلې او تراوسه كومې ډلې يا تنظيم د دې بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې ۔