په لندن كښې د چاقو د لارې په بريد كښې يوه مېرمن مړه او 5 كسان ژوبل شوي

په لندن كښې د چاقو د لارې په بريد كښې يوه مېرمن مړه او 5 كسان ژوبل شوي

لندن (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د برتانيې په پلازمينه لندن كښې د چاقو د لارې په بريد كښې يوه مېرمن مړه او 5 كسان ژوبل شوي دي۔ د برتانيې مېډيا له مخې دا پېښه په رسل سكوائر سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ د پوليسو له مخې پوليسو ته د شپې په وخت اطلاع وركړې شوې وه چې يو تن چاقو په لاس كښې اخيستې او خلق وهي۔ په دې پېښه كښې شپږ كسان ژوبل شوي وو چې پكښې يوه مېرمن مړه شوې هم ده۔