ياغيانو د ملګرو ملتونو تجويزونه نه دي عملي كړي۔ يمن

ياغيانو د ملګرو ملتونو تجويزونه نه دي عملي كړي۔ يمن

كوېت سټي (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د يمن خارجه وزير عبدالملك المخلافي وئيلي دي چې په هېواد كښې روان سياسي بحران له مېنځه وړلو لپاره چې ملګرو ملتونو كوم تجويزونه وړاندے كړي حكومت ورسره اتفاق لري خو ياغيانو د ملګرو ملتونو تجويزونه نه دي عملي كړي۔ په كوېټ كښې يو خبري كفنرنس ته د وېنا كولو په مهال د يمن خارجه وزير ووئيل چې د ياغيانو د نه منلو له امله مونږ په كوېت كښې څو ورځې ضايع كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كه د ياغيانو لخوا د ملګرو ملتونو شرائط ومنل شول نو د حكومت پلاوې به بيا كوېت ته راشي۔