د لېبيا په ساحلي حدود كښې نور 1800 كډوال د ډوبېدو نه بچ كړې شول۔ اټاليا

د لېبيا په ساحلي حدود كښې نور 1800 كډوال د ډوبېدو نه بچ كړې شول۔ اټاليا

روم(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د اټاليا ساحلي محافظينو وئيلي دي د لېبيا په ساحلي حدود كښې نور 1800 كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړې شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې د اټاليا كوسټ ګارډ په خپل يو بيان كښې وئيلي دي دوي د بېلا بېلو عملياتو په مهال 1800 كډوال بچ كړي ۔ په بيان كښې وئيلي شوي د تېرو پنځو ورځو په مهال په روم سمندر كښې 8300 كډوال بچ كړې شوي۔ د يادونې وړ ده سږ كال د سمندر د لارې اروپا ته د تلونكو كډوالو شمېره 94 زرو ته رسېدلې ده ۔