پاكستان تركيې سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي همكارۍ او سياسي اړيكو قوي كولو عزم لرو۔

د وزيراعظم محمد نواز شريف د تركيې وزيراعظم بن علي يلدرم سره يو په يو ملاقات كښې خبرې

انقره (پاکستان نیوز پوائنٹ 23فروری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي پاكستان تركيې سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي همكارۍ او سياسي اړيكو قوي كولو عزم لرو۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د تركيې وزيراعظم بن علي يلدرم سره د يو په يو ملاقات په مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان او تركيې ترمينځه د تجارت حجم د 600 مليونو نه لږ دے خو بايد د آزاد تجارت د لوظنامې ﴿اېف ټي اے﴾ د اهدافو زر تر زره د ترلاسه كولو هڅې وكړې شي۔

ده ووئيل د آزاد تجارتې لوظنامې سره به دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې په لويه پېمانه موقعې ولري او د څيزونو٬ خدماتو او د سرمايه كارې په مېدان كښې به د دواړو هېوادونو تجارتي صلاحيتونه زيات شي۔ وزيراعظم ووئيل تركيې ته راتګ ما لپاره تل د خوشحالې خبره وي۔ زه تركيه خپل دويم كور ګڼم۔ ده ووئيل د پاكستان او تركيې ترمېنځه د اقتصاد٬ كلتور او تاريخ په بنياد شريكې اړيكې به لا قوي او ژورې شي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سياسي تبادلو په ضرورت زور راوړو۔