اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د هېواد په خارجه پالېسۍ غور او سيمه ايز پېشرفت تر مخه د وړانېدونو مرتب كولو لپاره د سفيرانو درې ورځنې كنفرنس د ګل په ورځ خارجه چارو وزارت كښې پېل شوې دې ۔د وزيراعظم خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز د كنفرنس پرانستې مشري كوله۔د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري هم موجود وو۔
پھ اولنۍ ناسته كښې ګډون كونكو كښې 9 سفيران جليل عباس جېلاني٬(واشنګټن)مسعود خالد٬(بيجنګ)عبدالباسط(نوې ډېلۍ)مليحه لودهي(ملګري ملتونه٬نيويارك(عائشه رياض(ويانا)٬ نغمانه هاشمي(برسلز/اروپائي ائتلاف)٬ابرار حسېن(افغانستان)٬ تهمينه جنجوعه(يو اېن/جنيوا) او قاضي اېم خليل الله(ماسكو)شامل وو۔د خارجه پالېسۍ په اړه وړاندېزونه به وزيراعظم محمد نواز شريف ته وړاندې كولې شي څوك به چې د شيډول له مخې د كنفرنس اختتامي ناستې ته وېنا كوي۔