د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د كاميابۍ تر درشل رسېدلې يو۔ د سوريه خارجه وزير

د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د كاميابۍ تر درشل رسېدلې يو۔ د سوريه خارجه وزير

دمشق ۔(پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) دسوريه خارجه وزير وليد المعلم وئيلي زمونږ هېواد د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د كاميابۍ تر درشل رسېدلے۔ د پارلماني كمېټۍ غړو سره خبرو كښې ده ووئيل مونږ د كاميابۍ تر درشل رسېدلے يو او منطقه او نړۍ كښې د خپل كردار بحالۍ له ګامونه په سم لورې پورته كوؤ۔ ده يادې شوې كمېټۍ ته د پوځ وړاندې تګ او د سيمې او نړۍ تازه صورتحال په اړه يو راپور هم وړاندے كړو۔ ولید المعلم ووئيل سوريه به منطقه او نړۍ كشې د خپل وقار تر بحالۍ او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان ساتي۔ خارجه وزير د ځينو نړيوالو او سيمه ايزو قوتونو لخوا د د ترهه ګرۍ په ملاتړ د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل ترهه ګره ډله سوريه كښې د بې ګناه اولس په وژنه كښې ككړ ده۔